د طالبانو حکومت په غزه کې د ملکیانو پر یوه کمپ د اسراییلو برید وغانده

شنبه سهار د غزې په مرکزي برخه کې د راپورونو له مخې هغه ښوونځی د اسراییلو د هوایي برید هدف ګرځېدلی چې د اوس لپاره په‌کې بې ځایه شوي خلک اوسېدل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په غزه کې د ملکیانو په یوه کمپ د اسراییلو برید په کلکه غندي.

دغه وزارت پرون ماښام په دې اړه یو بیان ورکړی دی.

په بیان کې چې د یاد وزارت ویاند قهار بلخي په خپله ایکس‌پاڼه خپور کړی، راغلي چې د دوی حکومت په غزه کې د الدرج په سیمه د اسراییلو وروستۍ بمباري غندي او تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ده په خبره د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسي.

اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، قطر او بریټانیا هم پر اسراییلو ددغه برید له کبله کلکې نیوکې کړي دي.

شنبه سهار د غزې په مرکزي برخه کې د راپورونو له مخې هغه ښوونځی د اسراییلو د هوایي برید هدف ګرځېدلی چې د اوس لپاره په‌کې بې ځایه شوي خلک اوسېدل.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې حکومت ویلي چې سل کسان د ښځو او ماشومانو په شمول په دې برید کې وژل شوي دي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

اسراییلو بیا ویلي چې دوی په یاد ښوونځي کې د حماس د قوماندې مرکز په نښه کړی چې په اسراییلو یې عملیاتونه تنظیمول.