محمد اسلامي د ايران د اټومي انرژۍ د سازمان د مشر په توګه ټاکل شوی

د ايران د اټومي انرژۍ د سازمان نوی ټاکل شوی مشر محمد اسلامي

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان یو لانجمن شخص د خپل هېواد د اټومي انرژۍ د سازمان د مشر په توګه وټاکه.

۶۷ کلن محمد اسلامي چې د امریکا په متحده‌ایالتونو کې یې زده‌کړې کړي، ۱۶ کاله مخکې د ملګروملتونو له بندیزونو سره مخامخ شوی و.

دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې اسلامي به د ایران د ملکي - اټومي پروګرام د مشر او په عین حال کې د ایران د ولسمشر د مرستیال په توګه خپله دنده پرمخ بيايي.

په ۲۰۱۵م کال کې د اټومي موافقې تر فسخه کېدو وروسته پر ایران د لوېدیځ سخت بندیزونه لګول شوي.

د هغه اټومي تړون له‌مخې د ایران د اټومي پروګرام د محدودېدو په بدل کې پر ایران لګول شوي محدودیتونه کم شوي وو.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پر مهال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو ژمنه کړې وه.