غزه کې روغتيا وزارت: د حماس او اسراييل ترمنځ جګړه کې له ۳۹زره ډېر کسان وژل شوي

د غزې يو انځور - ارشيف

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي، چې د اکتوبر له اوومې په دغه قلمرو کې د حماس او اسرايیل ترمنځ په روانه جګړه کې د وژل شویو شمېر ۳۹زره ۷۹۰ او د ټپیانو شمېر ۹۱زره ۷۰۲ ته رسېدلی دی.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.

د غزې روغتیا وزارت نن په یوه اعلامیه کې د مرګ‌ژوبلې تازه شمېر اعلان کړ، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېر تایید یا رد کړی نه‌دی.

په‌دې شمېر کې هغه ۹۱ کسان هم شامل دي چې د مخکنیو ۴۸ ساعتونو پر مهال وژل شوي دي.

د ننني برید د مرګ‌ژوبلې شمېر په‌کې شامل نه‌دی.

د غزې د ملکي دفاع بنسټ نن ویلي، پر یوه ښوونځي چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان په‌کې دېره وو، د اسرايیل په هوايي حمله کې ۹۳ کسان وژل شوي، خو د غزې روغتیا وزارت بیا د وژل شویو شمېر ۸۰ یاد کړی دی.

په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.