سبا يک‌شنبه د افغانستان په شپږو ولايتونو د ورښتونو اټکل شوی

انځور - ارشيف

سبا یک‌شنبه د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او تالندې- برېښنا اټکل شوی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه اطلاعیه کې لیکلي، چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

وړاندې لیکل شوي، چې د سالنګونو په ګډون به په شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، دوړې او خاورې وي، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي/ ثور میاشتې له نیمايي د افغانستان ګڼ ولایتونه تر سختو ورښتونو وروسته د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو، چې سلګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله او د خلکو ملکیتونه یې سخت زیانمن کړل.