د بنګلهدېش چارواکي وايي، د دغه هېواد قاضي القضات او د مرکزي بانک رئیس له خپلو دندو استعفا وکړه.
دا پهداسې حال کې ده، چې په بنګلهدېش کې د محصلانو اعتراضونه د دې سبب شول، چې صدراعظمه شیخ حسینه له دغه هېواد ووځي او د هغې د رژیم زیات ګمارل شوي چارواکي له دندو لیرې شي.
د قانون وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې، قاضي القضات عبیدالحسن استعفا وکړه.
تر دې مخکې محصلانو قاضي القضات ته خبرداری ورکړی و، که استعفی ونهکړي له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې دغه ادعا په بې پرې ډول نهشي تاییدولی.
د مالیې وزارت سلاکار صلاحالدین احمد خبریالانو ته ویلي، د بنګلهدېش د مرکزي بانک مشر عبدالروف تعلقدار هم خپله استعفا وړاندې کړې، خو لا منل شوې نهده.
پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه له تېرې دوشنبې په هند کې ده، حسینه له هغو اعتراضونو وروسته له خپله هېواده ووتله چې په نتیجه کې یې شا و خوا ۳۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې محصلان وو.