روسي چارواکي: ليپيڅک کې د اوکراين په يوه بريد کې يو ملکي کس وژل شوی

انځور د ليپيڅک سيمې، ارشيف

روسي چارواکي وايي، د اوکراین پولې ته څېرمه په لیپیڅک ښار کې د اوکراین د یوې بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې یو ملکي کس وژل شوی دی.

د دغې سیمې والي نن شنبه په ټلېګرام کې دا خبر ورکړی دی.

ایګور ارتامونوف لیکلي، د روسیې د هوايي مدافع دستګاو تېره شپه د اوکراین د ۱۹ بې‌پيلوټه الوتکو مخه نیولي ده.

لیپیڅک سیمه د اوکراین د سرحد په ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

بل‌خوا د روسیې دفاع وزارت وايي، روسي ځواکونو د ۳۲ بې‌پيلوټه الوتکو مخه نیولې، چې ۲۶ یې په کورسک سیمه کې وو چې د لیپیڅک او اوکراین ترمنځ پرته ده.

ویل شوي د شپږو نورو الوتکو مخه په یاروسلاول سیمه کې نیول شوې ده.

د یاروسلاول والي میخایل یاویرایف ویلي، د اوکراین بې‌پيلوټه الوتکو غوښتل چې یوه صنعتي ساحه په نښه کړي، چې مخنیوي یې ځاني یا مالي زیان نه‌دی اړولی.