د طالبانو د روغتيا سرپرست وزير د بريتانيا له شارژدافير سره د روغتيا برخه کې پر مرستو خبرې کړي

رابرټ چټرټن ډکسن

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره د افغانستان له روغتیايي نظام سره د مرستو پر موضوع خبرې وکړې.

د طالبانو روغتیا وزارت نن شنبه پر خپله ایکس¬پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې مولوي نور جلال جلالي د کابل لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرت ډیکسن "Robert Dickson" سره په کتنه کې پر دې او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

وړاندې لیکل شوي، چې په‌دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو پر جلب هم بحث وشو او د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کې د نړیوالو ادارو همکاري مهمه وګڼله.

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر د بریتانیا له شارژدافیر په روغتیايي برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه.

روغتیا نړیوال سازمان په تېره فبروري میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان روغتیايي سکټور ته له چلنجونو ډک وي.