د "افغانستان د ازادۍ جبهې" د دوو طالب وسله‌والو د وژنې ادعا کړې

د افغانستان په نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو د دوو وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دوی وسله‌والو تېر ماښام د کابل په دوولسمه حوزه کې، د کابل-ننګرهار پر سړک د طالبانو د استخباراتو پر کاروان حمله وکړه، چې په نتیجه کې یې ۲ طالبان وژل شوي او بل ټپي شوی دی.

خپلواکو سرچینو دغه ادعا تایید کړې نه‌ده.

تر دې مخکې هم يادې جبهې او د طالبانو د حکومت نورو مخالفو ډلو په بېلابېلو وختونو او سيمو کې د طالبانو د وژنې ادعاوې کړي دي.