افغانستان ته له ایران او پاکستانه د ۱۵۰ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

له پاکستان ستانه شوي يو شمېر افغان کډوال، ارشيف

د طالبانو حکومت ويلي دي، افغانستان ته له پاکستان او ايران ۱۵۰ افغانې کورنۍ ورستنې شوي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو له‌خوا اداره کېږي نن خبر ورکړی، چې پرون "د تورخم له لارې ۳۱، کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۴، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۸ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."

وړاندې لیکل شوي، چې ۷ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوي دي.

پاکستان د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج پیل کړی، ورسره ایران هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.