منيژه تلاش پر خپل لباس "افغان مېرمنې خوشې کړئ" شعار له امله له لوبو منع شوه

افغان ورزش کاره منيژه تلاش

د پاریس په المپیک لوبوکې د کډوالو د المپیک د ټیم غړې منیژه تلاش پرون جمعه وروسته له هغې له‌دې لوبو منع شوه، چې په مقدماتي لوبه کې یې په اغوستو ورزشي جامو کې د ازادو افغان ښځو کلمه لیکل شوې وه.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې مېرمن تلاش چې په هسپانیا کې اوسیږي، هالندۍ انډیا سردجوی ته یې د بایللې مقدماتې لوبې په مهال په نیلي رنګه کمیس په سپنیو لویو حروفو دغه عبارت لیکل شوی و.

سیاسي شعارونه او بیانونه د لوبو په ډګر او د المپیک په پوډیمونو کې منع دي.

د نڅا د سپورټ نړیوال فدراسیون په یوه بیان کې وویل، مېرمن تلاش په خپلو جامو کې د سیاسي شعار ښودلو په خاطرله لوبو منع شوې ده.

د پاریس د المپیک دریمو لوبو کې د کډوالو لوبغاړو یوې ۳۷ کسیزې ډلې برخه اخیستې، چې د بیډمنټن او سوک‌وهنې په ګډون په ۱۲ مختلفو سپورټونو کې لوبیږي.

په‌دې ډله کې د افغانستان په استازیتوب درې ښځینه او درې نارینه لوبغاړو ګډون کړی دی.

د رویترز په وینا دغو افغان لوبغاړو ته د المپیک نړیوالې کمېټې په سمبولیکه توګه دغه بلنه د دې لپاره ورکړې، چې پرافغانستان واکمنو طالبانو ته چې ښځې او نجونې یې له سپورټونو او ورزشي جیمونو منع کړي، یو پیغام ورکړي.

طالبانو پردې سربېره په خپلې نژدې درې کلنه واکمنۍ کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو څخه منع کړي او هم یې ښځې په ډېرو نادولتي موسسو او دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي دي.