امريکا له اوکراين سره د ۱۲۵ ميليون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

انځور - ارشيف

متحده‌ایالاتو پرون جمعه له اوکراین سره د ۱۲۵ ميلیون ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه.

واشنګټن له کییف سره د دغو نویو مرستو اعلان داسې مهال کوي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې په خاوره کې د ناڅاپي یرغل عملیات مخته وړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، دغه مرسته له اوکراین سره چې د روسیې د تیري په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي، زموږ د نه ماتېدونکې ژمنې څرګندونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، چې له اوکراین سره دا مرستې به زموږ له زیرمتونونو څخه کېږي او په‌کې د هوایي مدافعې شنډېدونکي وسایل، د راکټ سیسټمونو لپاره مهمات، توپخانې، څو رادارونه، او د ټانک ضد وسلې شاملې دي.

هغه وویل چې دغه تجهیزات به اوکراین ته ورکول کېږي، ترڅو هغوی وکولای شي چې خپل سرتیري، خپل خلک او ښارونه د روسیې له بریدونو څخه خوندي کړي او د لومړۍ کرښې په اوږدو کې خپل ظرفیتونه پیاوړي کړي.