فرانسې د المپيک سياليو د اختتاميه مراسمو لپاره د ټينګ امنيتي چمتووالي خبر ورکړی

د فرانسې امنيتي سرتېري چې د امنيت لپاره موظف شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانین وايي، شا و خوا ۲۰۰۰ پولیس به د یک‌شنبې په ورځ په ایل دو فرانس ایالت کې د المپیک لوبو اختتامیه مراسمو پر مهال ګمارلي وي.

په ټوله کې به د ۲۰۲۴م کال د المپیک لوبو د پای په مراسمو کې ۳۰زره پولیس د امن د ټینګښت په نیت پر دندو وي.

شا و خوا ۱۰زره پولیس به د شنبې او یک‌شنبې په ورځ د پاریس په شا و خوا کې د نارینه او ښځو د ځغاستې د مراسمو پر مهال موظف وي.

د المپیک د سږکال مسابقې د جولای میاشتې پر ۲۶مه پیل شوې، چې د اګست پر ۱۱مه به ختمېږي.

افغان ورزشکارانو د پاریس په المپیک کې خپلې سیالۍ له مډال ګټلو پرته پای ته ورسولې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب شپږو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د دې تر څنګ پنځو افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د کډوالو ورزشکارانو د یوې برخې په توګه ګډون کړی دی.