مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت په اړه راپورونه رد کړل

ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان کې د داعش په ګډون، د بهرنیو تروریستي ډلو د فعالیت خبرونه بې‌بنسټه وبلل.

ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله ایکس¬پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د دوی حکومت چا ته "اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت پر ضد وکاروي."

تر دې مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف، امنیت شورا ته ویلي وو، چې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه هڅه کوي چې ځان ته نور جګړه ماران جلب کړي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي، په افغانستان کې "هيڅ خپلسرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه‌لري."

په تېرو درېیو کلونو چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د داعش د خراسان ولایت څانګې په دغه هېواد کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.