د اوکراین ختیځ کې پر یوه مارکېټ د روسیې هوایي برید؛ لږترلږه څلور کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل دي

د اوکراین په ختیځ د دونیڅک سیمې په کوستانتینوکه ښار کې پر یوه سوپر مارکېټ د روسیې له خوا د شوي برید وروسته د سیمې یو انځور

د اوکراین په ختیځ د دونیڅک سیمې په کوستانتینوکه ښار کې پر یوه سوپر مارکېټ د روسیې په هوایي برید کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې دا پر یوه عادي مارکېټ او یوې پوستې د روسیې ترورریستي برید یاد کړی او ویلي یې دي چې یو شمېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

هغه ویلي چې د ژغورنې عملیات دوام لري او هر څه به ترسره شي چې د هغوی ژوند وژغوري.

د سیمې لپاره د اوکراین د پوځ مشر وادیم فیلاشکین دا د روسیې توپچي برید بللی دی.

روسي ځواکونه د دونیڅک سیمې پر ډېرو برخو کنټرول لري او هغه سیمې چې د اوکرایني ځواکونو په لاس کې دي، د روسیې له‌خوا پرې تل هوایي او د توپچي بریدونه کېږي.