سبا د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپياين پيليږي

انځور - آرشیف

د ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین به سبا شنبه د اګست په لسمه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پیل شي.

پولیو فري افغانستان نن جمعه په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې خبر ترڅنګ له ټولو کورنیو غوښتي چې، له پولیو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې خپله ونډه ترسره کړي.

پولیو فري افغانستان په یوه بیان کې پر مېندو او پلرونو غږ کړی، چې که کوم ماشوم یا ماشومان یې د پولیو د واکسین له کمپاینونو پاتې وي، نو هغه دې ژ رتر ژره په نژدې کلینیک کې واکسین کړي.

په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې، له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسینو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې تطبیق شي او په ترڅ کې به یې څومره ماشومانو ته واکسین ورکول شي.

خو دا د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د واکسین د کمپاین پنځم پړاو دی چې ترسره کېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د له‌منځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ په‌دې وروستیو کې ویلي چې، په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ماشومانو ګوزڼ یا فلج یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج او ان د مړینې سبب یې شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هېوادونه دي چې په‌کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په بشپړ ډول له‌منځه نه‌ده تللې.