محمد یونس پرون د بنګله‌دېش د موقت حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه

د بنګله‌دېش د لنډمهالي حکومت مشر محمد يونس

د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس پرون پنج‌‌شنبه د بنګله‌دېش د موقت حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه.

دا لوړه وروسته له هغې وشوه چې پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه د محصلانو له‌خوا د پراخو اعتراضونو په ترڅ کې د روانې اوونۍ په پیل کې له واکه لاس واخیست او هند ته وتښتېده.

په بنګله‌دېش کې د سولې او امن ټینګښت او د حسینه له استعفا وروسته د نویو ټاکنو لپاره زمینه برابرول به اوس د ښاغلي یونس له مهمو وظایفو څخه وي.

اعتراضونه په تېره میاشت کې د دولتي دندو د سهمیې د سیسټم په وړاندې پیل شول، چې وروسته په‌کې له قدرت څخه د صدراعظمې شیخ حسینه د لیرې کېدو غوښتنه راپورته شوه.

نوموړې پنځلس کاله د بنګله‌دېش چارې سمبالولې.

د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب الدین، یونس ته د لوی سلاکار په توګه چې له صدراعظمۍ سره برابره چوکۍ ده، لوړه ورکړه.

په دغو مراسمو کې د شیخ حسینه د ګوند هیڅ استازی حاضر نه وو.