متيو ميلر: د امريکا لپاره د طالبانو له بنده د درې امريکايي وګړو خوشې کول لومړيتوب لري

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند متیو میلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده‌ایالات په هر ډول اړیکو کې له طالبانو سره د درېيو زنداني امریکایي اتباعو موضوع راپورته کوي او د هغوی خوشې کېدو یقیني کول ورته لومړیتوب لري.

د دې وزارت ویاند متیو میلر پرون پنج‌شنبه په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته په‌دې اړه څرګندونې وکړې.

هغه وویل، دوی د دغو امریکایانو محمود حبیبي، رایان کوربټ او جورج ګلیزمن هوساینې ته اندېښنه لري، ځکه چې په وینا یې دوی په ناحقه په افغانستان کې بندیان شوي دي.

ښاغلي میلر زیاته کړه، له طالبانو سره په هره اړیکه کې دوی د دغو امریکایانو د توقیف موضوع راپورته کوي.

میلر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې، سبا د اګسټ لسمه د ښاغلي کوربټ او ښاغلي حبیبي د نیول کېدو دوه کاله پوره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، چې بېرته خپل کور ته د دغو بندیانو ستنول د متحده‌ایالاتو لپاره یو لومړیتوب دی او په‌دې برخه کې د هغوی خوشې کېدو یقیني کولو لپاره کار کوي.

د شکنجې په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په جون میاشت کې وویل، کوربټ چې له یوې لسیزې څخه زیات یې په افغانستان کې ژوند کړی او په غیر دولتي موسسو کې یې کار کاوه، سمدستي روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو د نه جبرانېدونکي زیانونو او د مرګ د خطر مخه يې ونیول شي.

طالبانو حکومت تایید کړې چې یو شمېر امریکایي وګړي ورسره بندیان دي، خو په‌دې اړه چې دا کسان څه وخت او په کوم دلیل نیول شوي، نور معلومات نه‌دي ورکړي.