منظور پښتين: ايران دې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ایران له چارواکو وغوښتل چې په خپل هېواد کې د افغانانو د ځورونو مخه ونیسي.

ښاغلي پښتین پرون (پنج‌شنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې په ایران کې له افغانانو سره چلند "غیرقانوني، د بشري حقونو سرغړونه او د انساني اصولو خلاف" بللی دی.

پښتین د دې ډول چلند د غندلو ترڅنګ د ایران له حکومته غوښتي چې د افغانانو وضعیت ته پام وکړي او د هغوی د حقونو ساتنه وکړي.

منظور پښتین وروسته له‌دې په ایران کې له افغانانو سره پر چلند غبرګون وښود چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایران د پولیسو له لوري له یوه ماشوم افغان سره د تشدد ویډیو خپره شوه او دغه راز ایراني پولیسو د افغانانو نیونو ته زور ورکړ.