متحدهایالتونو دوه ایراني وروڼه چې له سپاه پاسداران سره اړیکې لري، په عربي سمندرګي کې د یوې کښتۍ د پلټنې پر مهال د دوو امریکایي ماڼوګانو د وژنې په تړاو پر تروریستي جرم تورن کړي دي.
د متحدهایالتونو د فدرالي څارنوالۍ د حکم پر اساس، چې د پنجشنبې په ورځ صادر شو، شهاب او یونس میرکازهي او د کښتۍ پاکستانی کپتان محمد پهلوان د نورو شیانو تر څنګ د ایران د ډلهییزې وژنې د وسلو د پروګرام لپاره د لازمو موادو په قاچاق تورن شوي دي.
د ازادې اروپا / ازادي راډیو د راپور لهمخې، دواړه وروڼه تښتېدلي، مګر محمد پهلوان او د هغه د بېړۍ د عملې درې غړي له تېر کال راهیسې د متحدهایالتونو د سمندري ځواک له عملیاتو او په عربي سمندرګي کې د دوی د کښتۍ له تلاشي کولو وروسته نیول شوي دي.