د اوکراين ولسمشر: سيمه کې مو عمليات بريالي دي

زيلينسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وایي، روسیې یې هېواد ته جګړه ور وړې او باید دا احساس کړي چې څه یې کړي دي.

زیلینسکي دغه څرګندونې پرون پنج‌شنبې وروسته له هغه وکړې چې روسیې ادعا وکړه چې د کورسک پر سیمې یې د اوکراین له لوري ناڅاپي برید په شا تمبولی دی.

د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول دغه برید ته اشاره ونه‌کړه، خو روسیې ویلي چې دا درېیمه ورځ ده چې په سیمه کې له تر زرو پورې اوکرایني سرتېرو سره چې د ټانکونو، زغروال ګاډو او توپونو له ملاتړه برخمن دي، په جګړو کې ښکېل دي.

د اوکراین ولسمشر وویل، د اوکراین د پوځ له لوړپوړي جنرال اولکساندر سیرسکي څخه یې راپور ترلاسه کړی چې وایي، په سیمه کې پوځي عملیات په اغېزمن ډول ترسره شوي او زیاته یې کړه چې دا دقیقاً هاغه څه دي چې هېواد یې په اوس وخت کې ورته اړتیا درلوده.

د روسیې د کورسک سرپرست والي السکي سمیرنوف د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې په سیمه کې اضطراري حالت اعلان کړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمرپوتین په‌دې سیمه کې د اوکراین له‌خوا پوځي عملیات په پراخه کچه یوه بله لمسونه یاده کړه.