د امریکا د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ده په سپټمبر میاشت کې له درېیو مناظرو سره موافقه کړې او د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې کامالا هریس انتخاباتي ټیم ځواب ته منتظر دی.
ټرمپ چې پرون پنجشنبې یې په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې وویل، دی دغو مناظرو ته چې د سپټمبر په ۴، ۱۰ او ۲۵ به ترسره شي سترګې په لاره دی چې مقابل لوری له ځان سره ولري.
ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ، چې د اساسي موضوعاتو، د سرحد د امنیت او اقتصاد په اړه یې ستراتېژي نهده بدله شوې.
دا له کله چې کامالا هریس د مینه سوتا والي ټیم والز د خپل مرستیال په توګه وټاکه، د ټرمپ لومړی خبري کنفرانس دی چې پهکې راڅرګندیږي.
نوموړي والز یو ښي اړخی افراطي وباله.
ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شي.