د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، پرون پنجشنبې یې نور ۱۴ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان په کابل کې ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملياتو په موخه ور وپېژندل.
دې ټولنې پرون په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې، د دغو ناروغانو درملنه د افغاني سرې میاشتې په مالي مرسته ترسره کېږي.
دې ټولنې لهدې مخکې هم په ځلونو په افغانستان کې دننه د سوري زړه د ماشومانو د درملنې خبر ورکړی و.
مخکې لهدې چې د افغانستان په روغتونونو کې د دا ډول ناروغانو د عملیاتو لپاره امکانات برابر شي، ډېری په زړه سوري ماشومان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني ته د درملنې لپاره استول کېدل.