د نړۍ د کاتوليکانو مشر په ايټاليا کې له يو شمېر افغانانو سره ليدلي

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په ایټالیا کې له یو شمېر افغانانو سره په کتنه کې په افغانستان او پاکستان کې د مذهب پر بنسټ تاوتریخوالی او تبعیض غندلی.

د کاتولیک کورییر وېب‌پاڼې د راپور له‌مخې پاپ فرانسیس د چهارشنبې په ورځ په ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې له نهو غړیو سره ولیدل او په افغانستان او پاکستان کې یې په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د تبعیض د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

فرانسیس ویلي، افغانستان او پاکستان کې زیات توکمونه اوسي چې هر یو یې پر خپلو ځانګړیو دودونو او د ژوند پر بڼې ویاړي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې، پر افغانستان واکمن طالبان له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورن دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړې بندیز لګول شوی او هم په ډېرو نادولتي مؤسسو او دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو راګرځول شوې دي.

خو طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کوي.