د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید میریدوف سره په خبرو کې د نورو مسئلو ترڅنګ یوځل بیا د ټاپي پروژې د عملي کېدو یادونه کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې، دواړو لورو د ویډیو کنفرانس له لارې، د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو پر لارو چارو سربېره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې، په تورغونډۍ بندر کې د ریلګاډي د سټېشن د پراختیا او د ترانزیتي او ټرانسپورټي اسانتیاو د رامنځه کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په نژدې راتلونکې کې پر ټاپي پروژې کار پیل کړي.
د ټاپي نللیکه، چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، په جوړېدو سره به يې له ترکمنستانه، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز ولېږدول شي.
د دې پروژې د رغونې چارې د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې په ترکمنستان کې پیل شوې، خو په افغانستان کې یې کارونه د ۲۰۱۸ په فبروري کې درېدلي چې بیا تر اوسه نهدي پیل شوي.
د ټاپي پروژې ۷۷۴ کیلومتره نللیکه د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.