طالبانو په کندهار کې په عام محضر کې يوه ښځه په دُرو وهلې

د کندهار ولايت نقشه

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کندهار کې یې پر یوې ښځې له کوره د تېښتې په جرم د دُرو وهلو تعزیري سزا عملي کړې ده.

د سترې محکمې له‌خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، دا ښځه د پنج‌شنبې په ورځ په کندهار کې د دوی د مرافعې جزایي محکمې د حکم له‌مخې په ۳۹ دُرو ووهل شوه او هم په دوه کاله او شپږ میاشتې بند محکومه شوه.

په اعلامیه کې پر دې ښځې د لګول شویو تورونو په اړه چې پر اساس یې دغه سزا ورکړل شوې، جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، پر دې ښځې د سزا د عملي کېدو په مهال، د جزایي محکمې مسوولين او کارکونکي او دغه راز عام وګړي حاضر وو.

د طالبانو د حکومت له‌خوا په عام محضر کې پر تورنو کسانو د دا ډول تعزیري سزاګانو تطبیق تل د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له انتقادونو سره مخ شوی، هغه یې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو طالبان وایي، د شریعت له‌مخې دا سزاګانې پر مجرمینو عملي کوي.