د طالبانو د مشر تازه فرمان: د حکومتي ادارو کارکوونکي بايد په جماعت لمونځ ادا کړي

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند زاده ته منسوب تصویر

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په یو تازه فرمان کې د حکومتي ادارو له کارکوونکو غوښتي چې په جماعت لمونځ ادا کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پنج‌شنبې (د اګست ۸مه) پر خپلې ایکس‌پاڼې (پخواني ټویټر) دا فرمان خپور کړی دی.

په فرمان کې د ټولو وزارتونو د دعوت او ارشاد له ادارو غوښتل شوي، څو هغه کسانو ته چې له شرعي عذر پرته په پرله‌پسې توګه د جماعت لمونځ پرېږدي، د حنفي فقهې سره سم "تعزیري" سزا ورکړل شي.

په فرمان کې له ټولو حکومتي کارکوونکو او مسوولینو غوښتل شوي، چې باید پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت ادا کړي.

ملا هبت‌الله چې له کندهاره د طالبانو حکومت رهبري کوي او په عام محضر کې نه راښکاره کېږي، له‌دې وړاندې يې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز فرمانونه هم ورکړي.

تازه فرمان سره له‌دې چې د دولتي مامورینو په اړه دی، خو دا چې جماعت کې د لمونځ پرېښودونکی، د تعزیري سزا وړ ګڼي دا اندېښنه رامنځته کوي، چې ښايي د امربالمعروف اداره د دغه فرمان پر اساس د طالبانو د حاکمیت د لومړي دوران په څېر عام خلک وځوروي او په زور يې جوماتونو ته بوځي.