د ټیلر سویفټ مشهورې امریکایي سندرغاړې کنسرت پرون په ویانا کې د یوه ترهګریز برید د ګواښ له امله لغوه شو.
تمه وه چې هغه به د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې د ویانا په ارنسټ هپل سټوډیو کې دا کنسرت ترسره کړي.
ټاکل شوې وه هغه به د اګست په ۱۵ او ۲۰ نېټه د لندن ښار په ویمبلي لوبغالي کې کنسرتونه اجرا کړي.
د بريتانیا د پولیسو د چارو او د جرمونو د مخنیوي وزیرې ډیانا جانسن "LBC" راډیو ته په لندن کې د ویانا د مشکوکو افراطیانو د نیول کېدو او په لندن کې د سندرغاړو پر پروګرامونو د هغې د اغېز په ځواب کې وویل، د سویفټ په اړه کوم "مهم" راپور نهشته او نوي معلومات به پر وخت له خلکو سره شریک کړي.
بارا کوډا میوزیک، چې په ویانا کې یې د سویفټ کنسرټونه تنظیم کړي وو، د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه چې چارواکو د ارنسټ هپل سټوډیو باندې د احتمالي برید طرحه تایید کړه پر خپل انستګرام ولیکل: "موږ د ټولو د خوندیتوب لپاره لهدې پرته چې دا کنسرټونه لغوه کړو بله لاره نهلرو."
پهدې تړاو یو ۱۹ کلن مشکوک د ویانا په جنوب کې د تیرنیتز په سیمه کې او بل په پلازمېنه کې نیول شوي دي.