د روسیې پخواني ولسمشر د اوکراین دننه د روسي ځواکونو د پرمختګ غوښتنه کړې

د روسیې پخوانی ولسمشر او د دې هېواد د امنیت شورا اوسنی مرستیال دیمیتري میدویدیف

په داسې حال کې چې مسکو ادعا کوي چې د روسیې په کورسک سیمه کې یې د اوکراین راکټونه او بې پیلوټه الوتکې ویشتي، پخواني ولسمشر او د روسیې د امنیت شورا اوسني مرستیال دیمیتري میدویدیف د دغه هېواد پر ځواکونو غږ کړی چې دننه په اوکراین نور پرمختګ وکړي.

د کورسک سرپرست والي الیکسي سمیرنوف د چهارشنبې په ورځ پولې ته نږدې دغې سیمه کې د اوکرایني ځواکونو لخوا د ځمکنیو بریدونو د دوام له امله اضطراري حالت اعلان کړ.

مسکو وایي چې دغه برید د ټانکونو، زغره‌والو موټرو او توپخانې پر مټ شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې شپږ بې پیلوټه الوتکې او پنځه راکټونه یې په کورسک او ۱۴ نورې الوتکې یې په بلګورود سیمه کې ویشتلي دي.

میدویدیف په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د یرغل په اړه وویل، مسکو باید د هغو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي چې روسیه یې خپلې ګڼي او د اوکراین په اودیسه ، خارکییف، دنیپرو، میکولایف او کییف سیمو کې یې د لا پرمختګ غوښتنه وکړه.

په عین حال کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، اوکراین تورن کړ چې ملکي او د استوګنې سیمې په نښه کوي او د جګړې پلوي روسي بلاګرانو راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونو د کورسک سیمې په لور د پرمختګ په ترځ کې څو کلي نیولي دي.

په داسې حال کې چې اوکرایني چارواکو پر کورسک د دغه هېواد د ځواکونو د برید په اړه څه نه دي ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ د روسي پرځواکونو د بریدونو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وويل: "دښمن بايد په داسې دقت او موثریت چې د مونږ سربازان ورسره بلد دي له منځه يوړل شي څو پايلې ترلاسه کړي."

زیلینسکي زیاته کړه چې پر روسیې له زیات فشارونو سره به سوله نږدې شي.