د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د افغانستان لپاره د بريتانیا له شارژدافیر سره په کتنه کې، په افغانستان کې له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن پنجشنبې (د اګست ۸مه) پر خپلې ایکسپاڼې (پخواني ټویټر) د خیرالله خیرخواه او رابرټ چټرټن ډکسن د کتنې خبر ورکړی دی.
د اژانس په خبره، په کتنه کې د دواړو خواو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې له نشهيي توکو سره پر مبارزې او اقتصادي وضعیت خبرې اترې شوي دي.
دا کتنه پهداسې حال کې کېږي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې سیګار د اګست په شپږمه په خپل وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت له مخنیوي سره سره، د نشهيې توکو قاچاق او سوداګري لا هم دوام لري.
د طالبانو حکومت د سیګار دا راپور رد کړی دی.