ایراني روزونکي حمید موحدي، د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې د روزنکي په ټوګه خپله دنده پیل کړه.
یو شمېر ایراني رسنیو خبر ورکړی، موحدي چې د سه شنبې په ورځ کابل ته تللی، د ملي لوبډلې د لوبغاړو د استخدام او انتخاب مسوولیت هم ورتر غاړه دی.
په خبر کې راغلي، دغه ایراني روزونکی به د دوو میاشتو لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې مشري وکړي او ټاکل شوې چې د ایران او بنګلهدېش اسیايي سیالیو ته دا لوبډله چمتو او ملګرتیا یې وکړي.
خو د افغانستان د ملي المپیک کمېټې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.