اسراییل د حماس ډلې د نوي سیاسي مشر د ختمولو ژمنه وکړه

د حماس ډلې نوی سیاسي مشر یحیی سنوار

اسراییل د حماس ډلې د نوي سیاسي مشر یحیی سنوار د ختمولو ژمنه وکړه.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

ګومان کېږي سنوار به پر اسراییل د اکټوبر د اوومې د هغې حملې اصلي طراح وي چې له کبله یې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه او پرون یوولسمې میاشتې ته داخله شوه.

د اسراییل د پوځ مشر جنرال هرزي هالیوي ویلي چې دوی به سنوار پیدا کوي او حمله به ورباندې کوي.

هغه ویلي، له دې سره به حماس مجبوروي چې ځان ته بل مشر پیدا کړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون په یوه پوځي اډه کې د وینا پر مهال ویلي چې اسراییل د ځان دفاع ته ژمن دی.

سنوار د اسماعیل هنیه پر ځای د حماس ډلې مشر ټاکل شوی.

هنیه تېره اوونۍ د ایران د پلازمېنې تهران په مربوطاتو کې ووژل شو.