د امریکا یوه پوځي اډه کې د څرخي الوتکې نسکورېدل؛ پېښه کې یو کس مړ او بل ټپي شوی

ارشیف: یوه امریکايي څرخي الوتکه

د امریکا د متحدو ایالتونو د الاباما ایالت په یوه پوځي اډه کې پرون ماسپښین د یوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې یو کس مړ او بل ټپي شو.

د پوځ یوه چارواکي جان کاولي ویلي، په فورت نوفوسل پوځي اډه کې دغه اې‌ایچ‌۶۴ AH-64 ډوله اپاچي څرخي الوتکه د ورځنۍ تمریني الوتنې پر مهال نسکوره شوې ده.

په پېښه کې د الوتنې یو لارښود مړ شوی دی.

په الوتکه کې دوه کسان یو لارښود او یو زده کوونکی حاضر و چې د زده‌کوونکي ټپونه برسېرن دي.