د تونس ولسمشر قیس سعید د دغه هېواد صدراعظم احمد الحشاني پرون له نورو توضیحاتو ورکولو پرته له دندې لیرې کړ.
د تونس د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د حشاني پر ځای د ټولنیزو چارو وزیر کامل مدوري ټاکل شوی دی.
احمد الحشاني د ۲۰۲۳م کال د اګست میاشتې پر لومړۍ نېټه د نجلا بودن پر ځای د تونس صدراعظم ټاکل شوی و.
مېرمن نجلا هم له وضاحت ورکولو پرته له دندې لیرې کړای شوې وه.