د یوې څېړنې موندنې: پیشوګانې د نورو ژویو په مړینه سختې خواشینې کېږي

یوه پیشو

یوې نوې څېړنې موندلې چې پیشوګانې د نورو ژویو په مړینه باندې سختې خواشینې کېږي.

د امریکا د میشیګان ایالت د اوکلند پوهنتون څېړونکو په دې اړه د خپلو څېړنو پایلې په یوه راپور کې خپرې کړي.

د راپور له مخې کله چې په یوه کور کې نور ژوي ان سپي مري پیشوګانې سختې خپګان نیسي، اشتها له لاسه ورکوي، بې خوبه کېږي او غمجنې کوکارې کوي.

راپور د پیشوګانو په اړه هغه تصور ناسم بولي چې ګواکې دوی ځان خوښې، خپلواکې او بې وفا وي.