پوتین په کورسک د اوکراین بریدونه پاروونکي بللي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین کییف تورن کړی چې په سرحدي سیمه کورسک کې یې ملکي سیمې په راکټونو ویشتلي دي.

پوتین چې پرون په دولتي تلوېزیون کې غږېده وویل، دا بریدونه پاروونکي وبلل.

د کورسک سیمې سرپرست والي ویلي، د اوکراییني ځواکونو په ډرون بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

اخوا روس پلوه رسنیو راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونو څو کلي د روسیې په خاوره کې دننه نیولي دي.

اوکرایني چارواکو لا په دې تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.