د افغانستان په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کونړ، خوست، پکتیکا، پکتیا، نورستان او لغمان ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو امکانات شته.

هوا پېژندنې ادارې په دغو ولایتونو کې د اورښت اټکل له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړی دی.

د افغانستان بېلابېل ولايتونه تر دې وړاندې هم د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو له امله ځپل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې په افغانستان کې سختو بارانونو او وروستیو سېلابونو تر ۸۳۰۰۰ ډېر کسان اغېزمن کړي دي.