د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات له حوزوي روغتون سره نوې مرستې اعلان کړې ده.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې د چهارشنبې په ورځ لیکلي چې له دغه روغتون سره یې ۱.۷ ټنه طبي توکي مرسته کړې چې تر راتلونکو دوو میاشتو به شاوخوا ۱۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي.
دغه سازمان ویلي چې دغه نوې روغتیايي مرستې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکارۍ له امله رامنځته شوې دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت د بودیجې د نشتوالي له امله د اندېښنې وړ بللی و.
د یاد سازمان په وینا، په ۲۰۲۳م کې په افغانستان کې شاوخوا ۴۲۸ دایمي روغتیایی مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي دي.