د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه ترسره شوې

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمه

د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوادګریزو مالونو راکړه ورکړه ترسره شوې ده.

د تاجکستان ګمرکي اداره وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوادګري مخ پر پراخېدو ده.

د تاجکستان د استازي لطف‌الله حسن‌زاده د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له تاجکستانه د ۴۲،۴میلیونو ډالرو په ارزښت توکې افغانستان، او د ۳،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکې له افغانستانه تاجکستان ته صادر شوي دي.

بل پلو د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده له طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د افغانستان او تاجکستان سوادګریز راکړه ۳۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

د هغه په خبره، په دې موده کې د ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت افغاني توکې تاجکستان ته صادر شوي دي.

د تاجکستان د ګمرک چارواکې وايي، په صادر شویو توکې کې سیمنټ، کرنیز محصولات، برېښنايي توکې او د ډبرو سکاره شامل وو.

تاجکستان که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دواړو خواوو ترمنځ سوادګریزې راکړې ورکړې دوام لري.