د مسکو یوې محکمې ویب ليکونکی "اندري کورشين" په شپږنیم کاله بند محکوم کړ

ویب لیکونکی اندري کورشین

د مسکو یوې محکمې پرون سه شنبې د اګست پر اوومه ویب لیکونکی اندري کورشین په شپږ نیم کاله بند محکوم کړ.

اندري تورن و چې په دوو انلاین پوسټونو کې پر اوکراین د روسیې بریدونه غندلي وو.

د مسکو محکمې پر خپل ټلېګرام ويلي، اندري د روسیې د پوځ په اړه غلط معلومات خپرول.

اندري کورشین د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د هغو پوسټونو په اړه چې په‌کې يې د روسیې د پوځ له‌خوا د اوکراین پر یو روغتون برید غندلی و، ونیول شو.

د مسکو محکمې ویلي، اندري خپل جرم منلی دی.