د خبريالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو په بند کې د خبريال عزيز احمد وفا پر وضعيت اندېښنه ښودلې

انځور، ارشيف

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، د طالبانو په بند کې د سیمه‌ییز خبریال عزیز احمد وفا وضعیت ته اندېښمن دي.

دې سازمان پرون سه‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له‌خوا د عزیز احمد نیول غندلي او د هغه د سم‌لاسي خوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د دې سازمان په خبره، په ننګرهار کې دا سیمه‌ییز خبریال دوه اوونۍ مخکې د ناڅرګنده تورونو پر بنسټ نیول شوی او تر اوسه يې د وضعیت په اړه هیڅ ډول معلومات نه‌شته.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، څلور خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

بل پلو، د بې‌پولې خبریالانو سازمان "RSF" په وروستیو کې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې خبریالان په خپل سر نیول کېږي، د مطبوعاتو ازادي له‌منځه تللې او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخامخ شوي دي.