د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېر کال کې د افغانستان د وګړو شمېر نژدې ۳۶ میلیونه کسان وو.
دغې ادارې نن په کابل کې د حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، د دوی د سر شمېرنې لهمخې د افغانستان نفوس ۳۵.۸ میلیونه دی، چې ۱۸ میلیونه یې نارینه او څه باندې ۱۷ میلیونه یې ښځې دي.
تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان نفوس نژدې ۳۵ میلیونه ښودل شوی و، چې د نارینهو شمېر یې له ښځو ډېر و.
دا اداره وړاندې وايي، په تېر کال کې یې څه باندې ۳ میلیونه برېښنايې پیژندپاڼې ویشلي دي.
د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د حساب ورکولو پهدې پروګرام کې ویلي، د تېر کال پرتله د افغانستان ناخالص تولید نژدې درې سلنه ډېر شوی دی.