کرکټ بورډ: په لوبو کې د فساد له امله په احسان جنت پنځه کلن لوبیز بندیز ولګول شو

احسان جنت

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په یوه اعلاميه کې ویلي دي چې، د ملي لوبډلې پر پخواني لوبغاړي احسان جنت یې په لوبو کې د فساد له امله پنځه کلن بندیز لګولی دی.

د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۷مه نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، احسان جنت د کابل پریمیرلیګ یا "KPL" په دویم پړاو کې په لوبو کې فساد یا میچ فیکسینګ کړی دی، چې له امله یې له پنځه کلن بندیز سره مخ شوی دی.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي: "د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون د ۲مې مادې، د لومړۍ فقرې، د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړي چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي نو له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کېدای شي، چې د نوموړي سرغړونې او حالاتو ته په پام سره هغه ته پنځه کلن لوبیز بندیز په پام کې نیول شوی دی."

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو سیالیو کې په دوه نورو لوبغاړو هم د فساد شکونه دي، خو لا یې په تړاو نهايي پرېکړه نه‌ده اعلان شوې.

احسان جنت د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر نوروز منګل ورور دی او تر دې دمه یې د افغانستان په استازولۍ ۳ ټېسټ، ۱۶ یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه سیالۍ کړې ده چې ټولټال منډې یې ۴۳۷ دي.

د ویلو ده چې په لوبو کې د فساد یا میچ فیسکینګ له امله د افغانستان یو بل ملي لوبغاړی شفیق‌الله شفق له شپږ کلن لوبیز بندیز سره مخ دی.