د هرات له نړیوال هوايي ډګر سعودي عربستان ته لومړۍ الوتنه ترسره شوه

انځور - ارشيف

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره د هرات له نړیوال هوايي ډګره سعودي عربستان ته الوتنه ترسره کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن چهارشنبه، د دې وزارت د خپرونو د چارو مرستیال مهاجر فراهي په حواله ویلي، دا الوتنه د هرات د عبدالله انصاري له هوايي ډګره د سعودي عربستان جدې ښار ته ترسره شوې ده.

د هرات نړیوال هوايي ډګر څلور کاله وړاندې، د پخواني ولسمشر اشرف غني له‌خوا د عبدالله انصاري هوايي ډګر په نوم، ونومول شو.

د مهاجر په خبره، په الوتنه کې ۱۲۷ عمره کوونکي عربستان ته تللي دي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو تر واک لاندې د هرات له هوايي ډګره یو نړیوال پرواز ترسره کېږي.