د حزب‌الله ډلې مشر: د اسراييل وروستي اقدامات به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

د حزب‌الله جنګيالي

د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر سید حسن نصرالله خبرداری ورکړ چې، د اسراییل وروستي اقدامات به له پیاوړي او اغېزمن اقدام پرته بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

حزب‌الله چې د ایران له ملاتړه برخمنه او د امریکا د متحده‌ایالتونو له لوري د یوه تروریستي سازمان په توګه نومول شوې، مشر یې دغه څرګندونې پرون سه‌شنبې په یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړې.

حسن نصرالله د خپلې ډلې د جګپوړي قومندان فواد شکور د وژل کېدو د اوونۍ په مناسبت دغه وینا داسې مهال کوي چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

شکور یوه اوونۍ مخکې په بیروت کې د اسراییل په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

له هغې وروسته د سخت دریځې حماس ډلې سیاسي مشراسماعیل هنیه په تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.

د حزب‌الله مشر وویل، تهران ځان مکلف بولي چې دغه برید ته ځواب ووایي او دښمن په ډېره ویره کې دې ته منتظر دی.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان حزب‌الله او اسراییل تل پر یوبل بریدونه کوي.