په جاپان کې روغتیایي ادارې وايي، د جولای په میاشت کې په توکیو ښار او لمنو کې یې تر ۱۲۰ څخه ډېر کسان د تودوخې له امله مړه شوي دي.
د توکیو د عدلي طب ادارې پرون (سهشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دغو ۱۲۳ تنو کې اکثره زاړه دي.
له دوو تنو پرته نور ټول په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.
د دې ادارې په وینا دغو کسانو ایرکنډېشنونه لرل، خو کار یې ورڅخه نه اخیست.
په جاپان کې ډېر شمېر زاړه خلک فکر کوي چې ایرکنډېشن یې روغتیا ته ضرر لري.
د توکیو د هواپېژندنې او روغتیايي ادارو په جولای میاشت کې خلکو ته پر لهپسې سپارښتنه کوله چې د ورځې په هغه وختونو کې له کورونو ونه وځي چې هوا ډېره توده وي او په عین حال کې اوبه او مایعات ډېر وڅښي.