مجيدشجاع: سږ کال د ايران په رضوي خراسان ولايت کې ۱۵زره بې‌اسناده افغانان نيول شوي

يو شمېر افغان کډوال

د ایران د رضوي خراسان ولایت د پوله‌ساتو عمومي قوماندان مجید شجاع وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه په رضوي خراسان ولایت کې ۱۵ زره بې‌اسناده کډوال نیول شوي او د افغانستان پوله‌ساتو ته سپارل شوي دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له‌مخې، مجید شجاع پرون (سه‌شنبې) په یوه خبري غونډه کې وویل چې، ایران له افغانستان سره په خپلو ختیځو پولو کې ۱۸ مخابراتي برجونه جوړوي.

د ښاغلي شجاع په وینا دا برجونه به په رادار سیستم او پرمختللو کمرو مجهز وي او په دوو کلونو کې به یې کار بشپړ شي.

ده له افغانستان سره په پوله کې د دېوال د جوړېدو یادونه هم وکړه، ویې ویل چې دېوال به ۴ متره لوړ اوهمداراز به یې ترڅنګ یو نیم متر ازغن سیم نصب شي.

د ایران په شمال ختیځ کې د سرحدونو د بندولو پلان د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې پیل شو او ټاکل شوې ده چې په درېيو کلونو کې بشپړ شي.

د دې پلان د پلي کولو لپاره د ایران د وسله‌والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ ته درې میلیارده ډالر ورکړل شوي دي.

د ایراني چارواکو په وینا له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د دېوال او ازغن سیم هدف د خلکو د غیرقانوني تګ راتګ، او همداراز د وسلو او مخدرو موادو د قاچاق مخنیوی دی.