د پاکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې، افغانستان ته د دې هېواد صادرات په روان مالي کال کې ۴.۱۲ سلنه ډېر شوي.
د پاکستان مالي کال د جولای په میاشت کې پیليږي.
د دغه بانک د معلوماتو پر اساس، له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۲۱.۹۵ سلنه کم شوي؛ یعنې له ۱۵ میلیون ډالرو څخه ۱۱ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.
افغانستان تېر کال پاکستان ته ډېر سکاره صادر کړي و، خو سږ کال پاکستان ته د افغانستان د سکرو صادرات خورا کم شوي دي.
پاکستان تېر کال په ورته موده کې افغانستان ته د ۵۲۲ میلیون ډالرو صادرات لرل، خو سږ کال دا اندازه ۵۴۴ میلیون ډالرو ته رسیږي.