د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د اسیا په سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته تللې

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبغاړي

د هېواد د بدني روزنې ریاست پرون (سه‌شنبې په ورځ)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د افغانستان د تکواندو لوبډلې لوبغاړي پرون چین ته لاړل.

دوی به په چین کې د منځنۍ اسیا د تکواندو په سیالیو کې برخه واخلي.

د منځنۍ اسیا د تکواندو سیالۍ د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو په منځ کې له نن (چهارشنبې) څخه پیلېږي.

چين کې د منځنۍ اسيا د تکواندو سيالۍ داسې مهال پيليږي چې د ۲۰۲۴ کال د المپيک سيالۍ په پاريس کې روانې دي، چې شپږ افغان لوبغاړو هم په‌کې ګډون کړی و.

په يادو سياليو کې د افغان لوبغاړو لوبې پای ته ورسېدې.