ايران د اسماعيل هنيه د وژنې په تړاو د يو شمېر کسانو د نيول کېدو راپورونه رد کړل

د حماس ډلې وژل شوی مشر اسماعيل هنيه

د ایران د عدلیې وزارت هغه راپورونه رد کړل چې په‌کې ویل شوي وو، په تهران کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنيه د وژنې په تړاو شکمن کسان نیول شوي دي.

د دې وزارت ویاند اصغر جهانګیر نن خبریالانو ته وویل، د هنيه د وژنې په اړه په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ناسم دي او تر اوسه هیڅوک په‌دې تړاو نه‌دي نیول شوي.

جهانګیر د حماس ډلې د مشر د وژل کېدو د قضیې په اړه نور جزیات ور نه‌کړل.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله‌واله ډله ترهګریز سازمان ګڼي.

اسماعیل هنيه د اسد میاشتې په لسمه په تهران کې په یوه پوځي مېلمستون کې ووژل شو.

داسې ښکاري چې د ایران د عدلیې وزارت ویاند اشاره د نیویارک ټایمز هغه راپور ته وه، چې د اسد په ۱۳مه يې د دوو ایراني سرچینو په حواله ویلي وو، د تهران له پوځي مېلمستون چېرته چې اسماعیل هنيه وژل شوی و، د لوړ پوړو چارواکو په ګډون تر ۲۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

په وروستیو کې ایراني چارواکي په وار وار ویلي، اسراییلو د امریکا په مرسته د حماس ډلې مشر اسماعیل هنيه وژلی دی.