روسیې په شپږو مياشتو کې د تاجکستان ۱۷۰۰۰ اتباع له خپلې خاورې ایستلي

تاجکي کډوال

د تاجکستان د کار وزیرې ګلناره حسن‌زاده د سه‌شنبې په ورځ (د اګست په ۶مه) وویل، روسیې په تېرو شپږو میاشتو کې د تاجکستان ۱۷۰۰۰ اتباع له خپلې خاورې ایستلي دي.

اغلې حسن‌زاده زیاته کړه چې، دغه ایستنې تر ډېره د روسیې له قوانینو څخه د سرغړونې په تړاو وې.

تاجکستاني چارواکو تېره میاشت ویلي و چې، په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۳۴۰۰ تاجکستاني کارګر کډوال د روسیې له هوايي ډګرونو تاجکستان ته ستانه کړای شوي دي.

روسیې د مارچ میاشتې په پای کې مسکو ته نژدې په هغه تروریستي برید کې د لاس درلودو په تور څو تاجکستانیان ونیول چې تر ۱۴۰ زیات کسان په‌کې ووژل شول.

له‌دې پېښې وروسته، تاجکستاني کارګر کډوال په روسیه کې دننه او دغه هېواد ته د تګ پر مهال له زیاتو بندیزونو سره مخامخ شوي دي.